ختیځ جرمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ختیځ جرمني، په رسمي ډول د جرمني دېموکراتیک جمهوریت (GDR؛ په جرمني ژبه: Deutsche Demokratische Republik، چې [ˈdɔʏtʃə demoˈkʁaːtɪʃə ʁepuˈbliːk] تلفظ کېږي، DDR، چې [ˌdeːdeːˈʔɛɐ̯] تلفظ کېږي، له ۱۹۴۹ز کال څخه تر ۱۹۹۰ز کال پورې یې په سړه جګړه کې د یو دولت په توګه د ختیځ بلاک د یوې برخې په توګه په ختيځ جرمني کې شتون درلود. په عمومي ډول یو کمونېستي دولت و چې ځان یې د "کارګرانو او کروندګرو" یو سوسیالېست دولت باله. نوموړی قلمرو د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د شوروي ځواکونو له خوا اداره کېده او د شورویانو تر اشغال لاندې سیمه وه  او - د پوټسډام تړون له مخې د شوروي  اشغال زون (Soviet occupation zone) بلل کېده، چې له ختیځ لوري د اوډر - نیسي کرښې په واسطه چاپېر شوی و. شوروي زون لوېدیځ برلین تر محاصرې لاندې راوست خو ویې نشوی کولی چې په خپل قلمرو کې یې شامل کړي او لوېدیځ برلین د ختیځ جرمني (GDR) له ولکې څخه د باندې پاتې شو.[۱]

ختیځ جرمني په شوروي زون کې جوړ شو په داسې حال کې چې د جرمني فدرالي جمهوریت چې په عمومي توګه د لوېدیځ جرمني په نوم پېژندل کېده، په دریو لوېديځو زونونو کې تأسیس شوی و. ختیځ جرمني د شوروي اتحاد یو تابع دولت و، چې شوروي اشغالګرو چارواکو یې ۱۹۴۸ز کال کې جرمن کمونېستو مشرانو ته د اداري مسئولیتونو سپارنه پیل کړه او ختیځ جرمني په داسې حال کې د یو دولت په توګه  د ۱۹۴۹ز کال د اکتوبر په اوومه نېټه په فعالیت پیل وکړ، چې شوروي ځواکونه د سړې جګړې تر پایه په دې هېواد کې پاتې شول. تر ۱۹۸۹ز کال پورې، ختیځ جرمني د جرمني د سوسیالېست متحد ګوند (SED) له خوا اداره کېده، که څه هم نورو ګوندونو، په ځانګړې توګه د جرمن ډېموکراتيک جمهوریت ملي جبهې یې په اتحادي اداره کې برخه واخیسته. سوسیالېست متحد ګوند په ښوونځیو کې د مارکسېزم-لېننېزم او روسۍ ژبې ښوونه اجباري کړې وه.[۲][۳][۴]

اقتصاد یې په مرکزي ډول طرح شوی و او یو دولتي ملکیت و، کورونه او بنسټیز توکي د دې پر ځای چې د عرضې او تقاضا سره سم یې نرخونه جګ او ټيټ شي، د دولت له لوري په پراخه کچه سبسایډي کېدل او ټاکل کېدل. که څه هم، ختیځ جرمني باید شورویانو ته د جنګ د پام وړ تاوانونه ورکړی وای، خو بیا هم، په ختیځ بلاک کې تر ټولو ځواکمن اقتصاد وګرځېد. لوېدیځ ته مهاجرت په یوه د پام وړ ستونزه بدل شوی و ځکه چې د مهاجرینو زیات شمېر ځوان او د ښه سواد څښتن ځوان قشر و او په دې سره  د دولت اقتصاد کمزوری شو. حکومت خپل داخلي جرمن پوله (inner German border) پیاوړې کړه او په ۱۹۶۱ز کال کې یې د برلین دېوال جوړ کړ. زیات شمېر هغه کسان چې د تېښتې هلې ځلې یې کولې د پولې د ساتونکو یا د ځمکنیو ماینونو په څېر د ځان ته راکښونکو دامونو (booby traps)  له خوا ووژل شول. هغوی چې به نيول کېدل د تېښتې د هڅو له امله د اوږدو مودو لپاره په زندانونو کې پاتې کېدل. په ۱۹۵۱ز کال کې په ختيځ جرمني کې د جرمنانو د بیا مېشتېدنې په هکله ټولپوښتنه تر سره شوه، چې ۹۵٪ وګړو یې په حق کې مثبته رایه وکاروله.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۹۸۹ز کال کې، زیات شمېر ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي څېرو په ختیځ جرمني کې د ننه او بهر، په خپلو یو له تر ټولو سوله ییزو لاریونونو سره چې په لیپزیګ ښار کې پیل شول، د برلین د دېوال د نړېدو او د یو داسې حکومت د رامنځته کېدو لامل شول چې د ازادۍ (liberalization) لپاره ژمن و. راتلونکی کال، ازادې او عادلانه ټاکنې تر سره شوې، او نړیوالو خبرو اترو د جرمني د وضعیت او پولو په اړه د جوړجاړي د یو تړون لاسلیک کېدو ته لاره هواره کړه. ځتیځ جرمني د ۱۹۹۰ز کال د اکتوبر په ۳مه نېټه منحل او له لوېدیځ جرمني سره یو ځای شو. له یو ځای کېدو وروسته د وروستي کمونېست مشر په ګډون د ختیځ جرمني څو مشران، د تر سره کړو جنایتونو له امله د فدرالي حکومت له خوا محاکمه شول.[۱۴][۱۵][۱۶]

له جغرافیایي پلوه، ختیځ جرمني شمال خوا ته له بالتیک بحیرې،  ختيځ خوا ته له پولنډ، سویل ختیځ ته له چکوسلواکیا، او سویل لوېدیځ او لوېدیځ لوري ته له لوېدیځ جرمني سره پوله لرله. ختیځ جرمني همدارنګه په داخلي توګه د متحدینو له خوا د اشغال شوي برلین (Allied-occupied Berlin) له شوروي برخې سره هم پوله لرله چې ختیځ برلين بلل کېدو او د هغه دولت د بالفعل پلازمېنې (de facto capital) په توګه اداره کېدو. ختیځ جرمني همدارنګه د متحده ایالاتو، برتانیې او فرانسې له خوا له اشغال شوو دریو سکتورونه سره پوله لرله چې دری واړه د لوېدیځ برلین په نوم یادېدل. د لوېدیځو هېوادونو له خوا نوموړي دری اشغال شوي سکتورونه له ختیځ جرمني څخه د برلین د دېوال په واسطه په ۱۹۶۱ز کال کې د نوموړي له جوړېدو څخه بیا په ۱۹۸۹ز کال کې د هغه تر ړنګېدو پورې جلا شوي وو.

د نومولو کانوانسیونونه[سمول]

د دغه دولت رسمي نوم  Deutsche Demokratische Republik (د جرمني دېموکراتیک جمهوریت) ؤ، چې په عمومي توګه له DDR (GDR)  لنډون سره کارول کېده. په ختیځ جرمني کې دغه دواړې اصطلاح ګانې په زیاتېدونکې بڼه له لنډون سره کارول کېدې، په ځانګړې توګه هغه وخت چې په ۱۹۶۸ز کال کې د ختیځ جرمني د دویم اساسي قانون له نافذېدو وروسته لویدیځ جرمنيان او لویدیځ برلینیان د بهرنیانو په توګه پېژندل کېدل. لوېدیځو جرمنيیانو، لوېدیځو رسنیو او چارواکو یې په لومړي سر کې له رسمي نوم او د هغې د لنډون له یادولو څخه ډډه کوله، او پرځای به يې  Ostzone (ختیځ زون)، Sowjetische Besatzungszone (د شوروي اشغال سیمه)؛ کله کله یې ورته د هغه لنډون SBZ) او sogenannte DDR  یا " تش په نامه "GDR  اصطلاح ګانې کارولې. [۱۷][۱۸][۱۹]

په ختیځ برلین کې د سیاسي ځواک مرکز پانکوف ( په ختيځ جرمني کې د شورویانو د قوماندې مرکز کارلسهورست نومېده). په هر حال، د وخت په تېرېدو سره، د "DDR" لنډون هم په زیاتېدونکې بڼه د لوېدیځو جرمنیانو او لوېدیځ جرمني د رسنیو له خوا په عامیانه بڼه کارول کېده.[۲۰]

کله به چې د لویدیځو جرمنيانو له لوري، وېستدیچلنډ (لوېدیځ جرمني) اصطلاح کارول کېده، په حقیقت کې به يې  تل به د لویدیځ جرمني جغرافیایي سیمې ته اشاره وه،  او نه دا چې  د جرمني د فدرالي جمهوریت په پولو کې د ننه ساحې ته اشاره وي. په هر حال، د یادې اصطلاح کارول د تل لپاره ثابت نه وو، او د لوېدیځو برلینیانو د وېستدوېچلنډ اصطلاح  ډېر ځلې د فدرالي جمهوریت لپاره هم کارولې ده. له دویمې نړیوالې جګړې څخه مخکې، د اوستدوېچلنډ (ختیځ جرمني) صطلاح د ټولو هغو سیمو لپاره کارول کېده چې اېلب (Elbe (East Elbia)) سیند ختيځ لور ته پرتې وې، لکه څرنګه یې چې د ټولنپوه مکس وېبر او سیاسي نظریه ورکوونکي کارل شمېت په آثارو کې انعکاس موندلی دی.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

تاریخ[سمول]

د دې لپاره چې د اوږدې مودې لپاره د جرمني تاریخ له لیدلوري څخه د ختیځ جرمني د حکومت داخلي اغېزې تشرېح کړای شي، تاریخ پوه ګېرهارډ اې. رېټر (Gerhard A. Ritter) (په ۲۰۰۲ز کال کې) ادعا کړې ده چې ختیځ جرمني هېواد د دوو غالبو ځواکونو تر منځ ــ یوې خواته د شوروي کمونېزم له لوري او بله خوا د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه د جرمني کمونېستانو د فلتر شوو تجربو څخه د راوتلو دودونو تر منځ راګیر و. ختیځ جرمني د تل لپاره د یو بډایه لوېدیځ له بېلګې سره محدود و، له کوم سره به چې ختیځو جرمنانو خپل خلک پرتله کول. د کمونېستانو له خوا پلي شوي بدلونونه د پانګوالۍ په ختمولو د صنعت او کرنې د بڼې په بدلولو کې، د ټولنې د پوځي کولو، او په ښوونیز سېستم او رسنیو باندې د سیاسي فشار راوړلو کې خورا جوت وو. بل خوا، نوي رژيم په تاریخي توګه د علومو په خپلواکو ساحو لکه، د انجنیرۍ مسلوکونو، پروتستانت کلیساګانو، او زیاتره د بورژوا (منځنۍ طبقې) د ژوند په طرزونو کې نسبتاً لږ بدلونونه راوستل. رېټرز زیاتوي چې ټولنیزه پالیسي د مشروعیت یوه حساسه وسیله شوه چې په وروستیو لسیزو کې یې سوسیالېستي او دودیز عناصر په مساویانه ډول سره مخلوط کړل.[۲۷][۲۸]

رېښې[سمول]

د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د یلتا په کنفرانس (Yalta Conference) کې، متحدینو (متحده ایالاتو، برتانیې، او شوروي اتحاد) په اشغالي زونونو کې د ماتې خوړلي نازي جرمني په وېشلو او همدارنګه د متحدینو تر منځ د جرمني د پلازمېنې برلین په وېشلو سره سلا شول. په لومړیو کې دا د اشغال د دریو زونونو د جوړولو په معنی وه، یعنې امریکايي، برتانوي او شوروي زونونه. وروسته بیا، یو فرانسوي زون د متحده ایالاتو او برتانوي زونونو څخه راجلا کړل شو.[۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. Patrick Major, Jonathan Osmond, The Workers' and Peasants' State: Communism and Society in East Germany Under Ulbricht 1945–71, Manchester University Press, 2002, کينډۍ:ISBN
  2. Karl Dietrich Erdmann, Jürgen Kocka, Wolfgang J. Mommsen, Agnes Blänsdorf. Towards a Global Community of Historians: the International Historical Congresses and the International Committee of Historical Sciences 1898–2000. Berghahn Books, 2005, p. 314. ("However the collapse of the Soviet empire, associated with the disintegration of the Soviet satellite regimes in East-Central Europe, including the German Democratic Republic, brought about a dramatic change of agenda.")
  3. (په 29 October 1989 باندې). Thousands rally in East Germany. Eugene Register-Guard.
  4. Grix, Jonathan; Cooke, Paul (2003). East German Distinctiveness in a Unified Germany. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-902459-17-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Peter E. Quint. The Imperfect Union: Constitutional Structures of German Unification, Princeton University Press, 2012, pp. 125–126.
  6. Preuss, Evelyn. "The Wall You Will Never Know". Perspecta: The Yale Architectural Journal. Cambridge, MA: MIT Press: 19–31. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Three Top Commies Flee East Germany". Sarasota Herald-Tribune. 23 January 1953. د کتاب پاڼي 1–2. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۹ – عبر Google News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "5 Flee East Germany". Toledo Blade. 31 May 1963. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۹ – عبر Google News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Eugene Register-Guard – Google News Archive Search". news.google.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Files: 350 dies trying to flee East Germany". The Victoria Advocate. 28 July 1992. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۹ – عبر Google News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 11 September 1990 باندې). Victimized East Germans seek redress.
  12. (په 9 August 2005 باندې). More Than 1,100 Berlin Wall Victims. Deutsche Welle
  13. hs, hdhd (1954). "hh". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Geoffrey Pridham; Tatu Vanhanen (1994). Democratization in Eastern Europe. Routledge. د کتاب پاڼې 135. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-11063-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 29 August 1997 باندې). Repeal the racist asylum laws. The New Worker.
  16. (په 31 May 2008 باندې). Krenz, Schabowski und Kleiber hatten sich nichts mehr zu sagen. Berliner Zeitung.
  17. Berlin Korrespondent (په June 1949 باندې). Nationale Front in der Ostzone.
  18. (په 21 October 1968 باندې). Vom Sogenannten. Der Spiegel.
  19. Facts about Germany: The Federal Republic of Germany, 1959 – Germany (West). 1959. د کتاب پاڼې 20. مؤرشف من الأصل في ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Berlin Korrespondent (په June 1949 باندې). Nationale Front in der Ostzone.
  21. Cornfield, Daniel B. and Hodson, Randy (2002). Worlds of Work: Building an International Sociology of Work. Springer, p. 223. کينډۍ:ISBN
  22. Pollak, Michael (2005). "Ein Text in seinem Kontext". Östereichische Zeitschrift für Soziologie (په الماني ژبه کي). 30: 3–21. doi:10.1007/s11614-006-0033-6. S2CID 147022466. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Baranowski, Shelley (6 April 1995). The Sanctity of Rural Life: Nobility, Protestantism, and Nazism in Weimar Prussia. د کتاب پاڼي 187–188. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-536166-7. مؤرشف من الأصل في ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Schmitt, Carl (12 July 2017). Political Romanticism. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-49869-2. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Each spring, millions of workmen from all parts of western Russia arrived in eastern Germany, which, in political language, is called East Elbia." from The Stronghold of Junkerdom, by George Sylvester Viereck. Viereck's, Volume 8. Fatherland Corporation, 1918
  26. Wildenthal, Lora. The Language of Human Rights in West Germany. د کتاب پاڼې 210. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Compare: Ritter, Gerhard A. (April 2002). "Die DDR in der deutschen Geschichte" [The GDR in German history] (PDF). Vierteljahrshefte für Zeitgeschichte (په الماني ژبه کي). 50 (2): 171–172. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۶ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۹. Die Geschichte der DDR ist im wesentlichen zwischen zwei Polen einzubetten. Den einen Pol bildet die Sowjetisierung […] Den anderen Pol bildeten deutsche Traditionen, vor allem die Vorstellungen der kommunistischen Arbeiterbewegung. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Ritter, Gerhard A. (April 2002). "Die DDR in der deutschen Geschichte" [The GDR in German history] (PDF). Vierteljahrshefte für Zeitgeschichte (په الماني ژبه کي). 50 (2): 171–200. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۶ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۹. In der Sozialpolitik hielten sich die Kontinuitäten und die Brüche mit der deutschen Tradition etwa die Waage. […] Seit Mitte der sechziger Jahre, vor allem aber in der Ära Honecker, in der die 'Einheit von Wirtschafts- und Sozialpolitik' zum Leitprinzip erhoben wurde, wurde die Sozialpolitik die wohl wichtigste Legitimationsgrundlage des Staates. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Yalta Conference". spartacus.schoolnet.co.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)