لرګی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لرګی يو اوبه زبېښونکی او رېښکۍ لرونکی جوړښتي نسج دی چې د ونو او نورو لرګي لرونکو بوټو په ډډونو او رېښو کې موندل کېږي. دا يوه عضوي ماده ده – د حجروي رېښو يو طبيعي مرکب دی چې جاذبه يې پياوړې ده، د «لګنن» په قالب کې ځای پر ځای شوی وي او د کېکاږل کېدو په وړاندې مقاومت کوي. لرګی کله کله د ونو په ډډونو کې يواځې د دويمې درجې Xylem په توګه تشريح کېدای شي، يا يې زيات پراخه تعريف کېدای شي چې  همدا ډول نسج په کوم بل ځای کې شامل کړای شي، لکه د ونو او بوټو په رېښو کې. په ژونديو ونو کې دا مرستندويه دنده تر سره کوي، د کوم په پايله کې چې د لرګي بوټي د غټېدو يا خپله د ودرېدو وړتيا پيدا کوي. دا همدا راز د پاڼو، نورو غټېدونکو نسجونو او رېښو په منځ کې اوبه او غذايي اجزا رسوي. لرګی همدا راز د بوټو نورو هغو توکو ته هم ويل کېږي چې له دې سره پرتله کېدونکي خصوصيات لري او د هغو موادو سره چې له لرګي څخه جوړ شوي وي، يا د لرګيو تختې يا پلې ولري.[۱]

لرګی له زرګونو کلونو راهيسې د سون توکو په توګه، د ودانيزو موادو په توګه، د وسايلو او وسلو د جوړولو لپاره، د کور وسايلو او کاغذ جوړولو لپاره کارېږي. په وروستيو کې، لرګی د تصفيه شويو «سيلولوز» او د هغې څخه د پيدا کېدونکو، لکه سيلوفين او سيلولوز اسيټيټ د جوړولو لپاره د خامو موادو په توګه راڅرګند شوی دی.

تر ۲۰۰۵ز کال پورې، په ټوله نړۍ کې د ځنګلونو زياته شوې زېرمه نږدې ۴۳۴ ميليارده مکعب متره وه چې له دې جملې څخه ۴۷٪ يې سوداګريزه برخه وه. د يو زيات، کاربن –طبيعي نوې کېدونکې سرچينې په توګه، د لرګي توکي د نوې کېدونکې انرژۍ د سرچينې په توګه د زياتې لېوالتيا وړ ګرځېدلي دي. په ۱۹۹۱ز کال کې، نږدې ۳.۵ ميليارده مکعب ميتره لرګی پرې شوی و. زيات استعمال يې د کور وسايلو او ودانيو د جوړېدو لپاره شوی و.[۲][۳][۴]

تاریخ[سمول]

د کاناډا په «نيو برنسوک» ايالت کې د ۲۰۱۱ز کال يوې موندنې پر مهال تر ټولو لرغوني بوټې تر لاسه شوي وو چې نږدې ۳۹۵ څخه تر ۴۰۰ ميليونه کاله پخواني کرل شوي لرګي وو.[۵][۶]

د لرګي تاريخ د کاربن د تاريخ موندلو په مټ او په يو شمېر انواعو کې د «ډيندروکرونولوژي» (د تاریخ موندلو علم) په واسطه کېدای شي، تر څو دا معلومه شي چې د لرګي شيان کله جوړ شوي دي.

خلکو لرګي له زرګونو کلونو راهيسې د ډول ډول موخو لپاره کارولي دي، په دې کې د سون توکو په توګه، يا د کورونو، وسايلو، وسلو، کور وسايلو، کڅوړه کولو، هنري کارونو، او کاغذ د جوړولو د موادو په توګه موخې شاملې دي. د لرګي په کارولو سره پېژندل شوې ودانۍ لس زره کاله پخوانۍ دي. د اروپايي نوي ډبرين عصر د لوړو ودانيو په څېر ودانۍ له لرګي څخه جوړې شوې دي.

په ودانيو کې د فولادو او ژړو (برونز) په زياتولو سره د لرګي اوسني استعمال کې زياتوالی راغلی دی.[۷]

د ونو د کړيو په پراختيا او «ازوتوپي» زياتوالي کې کال په کال بدلون د هغه مهال د خپاره اقليم ښودنه کوي، کوم وخت کې چې ونې پرې شوې وې.[۸]

فزيکي خصوصيات[سمول]

د ودې کړۍ[سمول]

په دقيقه معنا سره لرګی له ونو څخه تر لاسه کېږي، کوم چې د شته لرګي او داخلي پوټکي تر منځ، د نوي لرګي د قشر له جوړېدو سره په قطر کې زياتوالی کوي، کوم چې  ټول ډډ، ژوندۍ څانګې او رېښې په ځان کې رانغاړي. دا جریان د دويمې درجې ودې په نوم پېژندل کېږي؛ دا په عروقي کيمبيم کې د حجرې د وېش پايله ده، دا یو جانبي «ميرسټيم» او وروسته د نویو حجرو پراختيا ده. له دې وروسته دا حجرې د ډبلو دويمې درجې حجرې ديوالونه جوړوي، کومې چې په بنسټيز ډول د سيلولوز، هيمي سيلولوز او لګنن لرونکي وي.

چېرته چې د څلورو موسمونو تر منځ توپير جلا جلا موجود وي، د بېلګې په ډول نيوزيلينډ، نو وده يواځې په کلني يا موسمي نمونه کې منځ ته راځي او په دې ډول د ودې کړۍ منځ ته راځي؛ دا عموماً د لرګي (د ونې د څانګې پای) په پای کې تر ټولو ډېر په څرګند ډول ليدل کېدای شي، خو همدا راز په نورو سطحو هم د ليدلو وړ وي. که د موسمونو تر منځ توپير په کلني ډول منځ ته راځي (لکه د سينګاپور په څېر په استوايي سيمو کې چې کوم حالت دی)، د ودې دې کړيو ته کلنۍ کړۍ ويل کېږي. چېرته چې ډېر کم موسمي توپير موجود وي، نو شونې ده چې هلته د ودې کړۍ څرګندې نه وي يا له لويه سره شتون ونه لري. که په يوه ځانګړې سيمه کې د ونې پوټکی لرې کړای شوی وي، نو شونې ده چې دا کړۍ خرابې شي، ځکه چې دا بوټې کولای شي د زخمي کېدو (د ونې ټپي کېدل) دا برخه لا زياته کړي.

که د ودې د کړيو تر منځ توپير موجود وي، نو بيا د ونې مرکز ته نږدې د ودې د کړۍ يوه برخه او د وده کونکي موسم په پيل کې کله چې وده چټکه وي، عموماً د پراخو عناصرو لرونکې وي. عموماً دا برخه د کړۍ د بهرنۍ برخې سره نږدې د راڼه رنګ لرونکې وې او دا د ابتدايي لرګي يا د پسرلي لرګي په نوم پېژندل کېږي. په دې موسم کې وروسته جوړېدونکې بهرنۍ برخه د وروستي لرګي يا دوبي د لرګي په نوم پېژندل کېږي. په هر حال، د لرګي ډول ته په کتنې سره د لرګيو په منځ کې ډېر توپير شته. که یوه ونه د خپل ژوند په اوږدو کې په پرانيستې ډول وده کوي او د خاورې او ځای په شرايطو کې هېڅ بدلون رانه شي، نو دا ونه په ځوانۍ کې تر ټولو چټکه وده کوي او سوکه سوکه له منځه ځي. د ودې کلنۍ کړۍ د څو کلونو پورې ډېره پراخه وي، خو وروسته کرار کرار تنګيږي. له دې امله چې هره راتلونکې کړۍ له مخکې څخه د جوړ شوي لرګي څخه دباندې اېښودل کېږي، نو له دې وروسته وضعيت په دې ډول دی چې تر هغه وخته يوه ونه له مادي اړخه د لرګي په توليد کې کال په کال زياتوالی نه راولي، نو د ډډ په نري کېدو سره کړۍ هم خامخا نرۍ ګرځي. څومره چې یوه ونه تر خپل پوخوالي پورې رسېږي، د هغې تاج (لوړه څوکه) ډېره پرانيستې ګرځي او د لرګي کلنی توليد کمېږي، په همدې ډول د ودې د کړيو ډبلوالی لا پسې کمېږي. په ځنګل کې د کرل شويو ونو په حالت کې، د رڼا او تغذيې لپاره په هلو ځلو کې د ونو په سيالۍ پورې دومره تړاو لري چې د چټکې او کراره ودې په پړاونو کې تبادله منځ ته راتلای شي. يو شمېر ونې، لکه د سويلي سیمو بلوط، د سلګونو کلونو پورې د کړۍ هماغه يو شان ډبلوالی ساتلای شي. په هر حال، په ټوليز ډول، څومره چې د ونې قطر زياتېږي، په همدې اندازه د کړيو ډبلوالی کمېږي.[۹]

غوټې[سمول]

څومره چې ونه وده کوي، عموماً يې لاندې څانګې له منځه ځي او شونې ده چې د دې بېخونه ډېر ستر شي او وروسته د ډډ د لرګي له قشرونو سره نښلي، له کوم څخه چې يو ډول خرابوالی منځ ته راځي، کوم ته چې غوټه ويل کېږي. شونې ده چې له منځه تللې څانګې د ډډ له لرګي سره نه وي نښتې، د هغې له بېخ څخه پرته او کله چې ونه د تختو په ډول پرې شي نو بيا دا را ايستل کېدای شي. غوټې د لرګي په تخنيکي ځانګړتياوو اغېز غورځولای شي، عموماً يې د کشش سختوالی کموي، خو شونې ده چې د ليدلو د اغېز لپاره له هغې ګټه واخيستل شي. په اوږدوالي سره اره شويو تختو کې، يوه غوټه د لرګي نږدې دايروي «سختې» (عموماً توره) برخې په توګه راڅرګندېږي، د کوم په شا او خوا کې چې د پاتې لرګي دانه «بهېږي» (جلا کېږي او بيا سره يو ځای کېږي). د يوې غوټې په داخل کې، د لرګي لوری (د دانې لوری) د منظم لرګي د دانو د لوري په پرتله تر ۹۰ درجو  پورې مختلف وي.[۱۰]

په يوه ونه کې غوټه يا خو د يوې اړخيزې څانګې بنسټ وي، يا مړه شوې غوټۍ وي. يوه غوټه (کله چې د يوې اړخيزې څانګې بنسټ وی) په مخروطي شکل کې وي (په همدې بنسټ د دايروي عرضي مقطع وي) د داخلي څوکې سره د ډډ د قطر په هغه ځای کې، په کوم کې چې د بوټي عروقي کمبيم موقعيت لري، په هغه حالت کې چې څانګه به د غوټۍ په توګه جوړېده.

سرچينې[سمول]

  1. Hickey, M.; King, C. (2001). The Cambridge Illustrated Glossary of Botanical Terms. Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Global Forest Resources Assessment 2005/Food and Agriculture Organization of the United Nations" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The EPA Declared That Burning Wood is Carbon Neutral. It's Actually a Lot More Complicated". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Horst H. Nimz, Uwe Schmitt, Eckart Schwab, Otto Wittmann, Franz Wolf "Wood" in Ullmann's Encyclopedia of Industrial Chemistry 2005, Wiley-VCH, Weinheim. doi:10.1002/14356007.a28_305
  5. (په August 12, 2011 باندې). N.B. fossils show origins of wood. CBC.ca
  6. Philippe Gerrienne; et al. (Aug 12, 2011). "A Simple Type of Wood in Two Early Devonian Plants". Science. 333 (6044): 837. Bibcode:2011Sci...333..837G. doi:10.1126/science.1208882. PMID 21836008. S2CID 23513139. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  7. Woods, Sarah. "A History of Wood from the Stone Age to the 21st Century". EcoBUILDING. A Publication of The American Institute of Architects. مؤرشف من الأصل في مارچ 29, 2017. د لاسرسي‌نېټه مارچ 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Briffa, K.; Shishov, V.V.; Melvin, T.M.; Vaganov, E.A.; Grudd, H.; Hantemirov (2008). "Trends in recent temperature and radial tree growth spanning 2000 years across northwest Eurasia". Philosophical Transactions of the Royal Society B: Biological Sciences. 363 (1501): 2271–2284. doi:10.1098/rstb.2007.2199. PMC 2606779. PMID 18048299. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Wood growth and structure Archived December 12, 2009, at the Wayback Machine. www.farmforestline.com.au
  10. Everett, Alan; Barritt, C. M. H. (12 May 2014). Materials (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-89327-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Knots, particularly edge and arris knots, reduce strength mainly in tension, but not in resistance to shear and splitting."