هوا او فضا کې د الوتنو مطالعه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ساینس، انجنیري او سوداګري کې د انسان هڅه ده چې په اتموسفېر کې الوتنې وکړي همدې چارې ته یې (aeronautics) نوم اخلي او همداسې له اتموسفیر بهر فضا کې د الوتنې هڅو ته یې (astronautics) وایي. اېروسپېس ادارې د الوتنې لپاره څېړنې، طرحه، جوړونه او له جوړولو وروسته په عمل کې الوتنې ترسره کوي. په هوا او فضا کې فعالیت ډیر متنوع دی لکه سوداګریز فعالیت، صنعتي او یا پوځي فعالیت. د (Aerospace) اصطلاح له (airspace) سره توپیر لري. د (airspace) مانا له یوې سطحې پورته هوا ته وایي.