کينډۍ:د نن غوره کتاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سينوهه د لرغوني مصر د فرعون ( اخناتون ) ځانګړی طبيب و، چې له ميلاده ۱۳۵۰ کاله مخکې يې ژوند کاوه، چې خپلې خاطرې يې په پاپيروس ليکلې وې، چې دا ليکنې د کيندنو پرمهال لرغونپوهانو ته په لاس ورغلې.

ميکاوالټاري چې يو فېنلينډی ليکوال دی د همدې خاطراتو پربنسټ يو تاريخي ناول ليکلی دی چې سينوهه نوميږي. په دې ناول کې تاسو د مصر او شاوخوا سيمو د وګړو تاريخ، دولت، سياست، فلسفه، ارواپوهنه، کلتور، اقتصاد، هنر، عقيده، مذهب، جګړې .... نور موندلی شئ. دا کتاب ښاغلي ډاکټر محمد عيسی ستانکزي پښتو ژبې ته ژباړلی چې ژباړه يې ډېره ساده، روانه، نه ستړې کوونکې او له تلوسې او اندېښنې سره مل ده، چې لوستونکی نورو لوستلو ته تشويقوي. دا کتاب ۸۴۹ مخونه لري چې په دوه برخو کې ترتيب شوی دی چې پښتو ژباړه يې د دانش خپرندوی ټولنې په هڅو چاپ شوې ده.